واشنګټن، میكسیكوسټی، ریوډی جنیرو 18 اګست (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره دوه كروړه 20 لكھ ته رسيدلې، د كورونا وائرس له امله تر اوسه 7 لكھ 77 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د نړۍ بيلو هيوادونو كښې د كورونا وائرس په تندۍ سره خپريږي او د مړو شميره پرله …
ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره دوه كروړه 20 لكھ څخه زياته شوه ، د مړو شميره 7 لكه 77 زره څخه زياته شوې

مزید خبریں
واشنګټن، میكسیكوسټی، ریوډی جنیرو 18 اګست (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره دوه كروړه 20 لكھ ته رسيدلې، د كورونا وائرس له امله تر اوسه 7 لكھ 77 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د نړۍ بيلو هيوادونو كښې د كورونا وائرس په تندۍ سره خپريږي او د مړو شميره پرله پسې زياتيږي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپليو شميره 22053135 دغسې د فعاله ځپليو شميره 6479114 ده۔ بيلو هيوادونو كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 777489 كسان مړه شوي ۔ امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 56 لكه 12 زره څخه زياته شوې دغسې د هيواد په بيلو رياستونو كښې د كورونا وائر له امله تر اوسه لكھ 73 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د امریكې چارواكو له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 24 لكه 64 زره څخه زياته ده دغسې په ټول هيواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 173716 كسان مړه شوي۔ د امریكې د روغتيا محكمې له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس كیسونو مجموعی شميره 5612027 ته رسيدلې ۔ امريكا د كورونا وائرس وباﺀ له امله تر ټول زيات ځپلے شوے۔ امریكې نه پس برازیل كښې د رنځورانو شميره زیاته ده دغسې هند، روس، جنوبی افریقې، پیرو، میكسكو او چلی كښې ګڼ كسان ځپلې شوي۔ لاطینی امریكې هيواد برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو شميره 33 لكه 63 زره څخه زياته شوي دغسې ټول هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكھ 8 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس ریكارډ 19373 نوې كيسونه رامخې ته شوې او دې سره د مصدقه رنځورانو شميره 3363235 ته رسيدلې۔ برازیل كښې دا مهال كورونا وائرس 776087 فعاله رنځوران شته ۔ برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 684 كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مصدقه شميره 108654 ده۔بلخوا میكسیكو كښې د كورونا وائرس له امله ځپليو شميره 5 لكه 25 زره څخه زياته شوې دغسې هيواد كښې د وائرس له امله 57 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ میكسیكو كښې د وائرس له امله د مړو مصدقه مجموعی شميره 57023 ده۔چارواكو ووئيل میكسیكو كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 109363 ده۔بلخوا كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 27 لكھ څخه زياته ده دغسې په هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 52 زره كسان مړه شوې دي۔







