برسلز 17 اګست (اے پي پي) د بېلا روس په بحران د اروپائي ائتلاف د مشرانو ناساپي وېډيو غونډه به (سبا) د شورو په ورځ كېږي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د بېلاروس په صدارتي ټاكنو كښې د اليګزينډر لوكاشينكو د بيا منتخب كېدو په ضد څو ورځې راهسې مظاهرې جاري دي او د خالي په ورځ په شخړو كښې د اضافې په سوب د اروپائي ائتلاف صدر …
د بېلا روس په بحران د اروپائي ائتلاف د مشرانو ناساپي غونډه (سبا) كېږي

مزید خبریں
برسلز 17 اګست (اے پي پي) د بېلا روس په بحران د اروپائي ائتلاف د مشرانو ناساپي وېډيو غونډه به (سبا) د شورو په ورځ كېږي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د بېلاروس په صدارتي ټاكنو كښې د اليګزينډر لوكاشينكو د بيا منتخب كېدو په ضد څو ورځې راهسې مظاهرې جاري دي او د خالي په ورځ په شخړو كښې د اضافې په سوب د اروپائي ائتلاف صدر چارلس مچل د شورو په ورځ د هنګامي وېډيو غونډې رابللو پرېكړه كړې۔ په دې لړ كښې د اروپائي ائتلاف كونسل صدر چارلس مچل د ګل په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې ووئيل د بېلا روس اولس ته د خپل سباٶن او په آزاده توګه د خپل مشر د انتخاب حق ترلاسه دے۔ ده ووئيل د مظاهرچيانو په ضد تشدد د نه قبلېدو وړ دے او د تشدد چا ته هم اجازه نشي وركړے كېدے







