واشنګټن 10 اګست (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 52 لكهه څخه زياته شوې دغسې د هيواد په بيلو ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 65 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د كورونا وائرس رنځورانو شميره پرله پسې زياتيږي۔چارواكو له مخې امریكا كښې دا مهال د …
امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره52 لكهه څخه زياته شوه ، يو لكه 65 زره څخه زيات كسان مړه شول

مزید خبریں
واشنګټن 10 اګست (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 52 لكهه څخه زياته شوې دغسې د هيواد په بيلو ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 65 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د كورونا وائرس رنځورانو شميره پرله پسې زياتيږي۔چارواكو له مخې امریكا كښې دا مهال د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 23 لكهه 69 زره څخه زياته ده ، هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 165617 مړه شوي۔د امریكې د روغتيا محكمې له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس كیسونو مصدقه شميره5199444 ته رسيدلې ده۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره دوه كروړه څخه زياته ده دغسې د مړو شميره 7 لكهه 34 زره څخه زياته ده۔ د كورونا وائرس وباﺀ له امله امریكا تر ټولو زيات ځپلے شوے هيواد دے۔ د امریكې نه علاوه برازیل، هند، روس، جنوبی افریقه، پیرو، میكسكو او چلی كښې هم ګڼ كسان د دې وائرس ښكار شوي۔ دا خبره دې ياده وي امریكا كښې د كورونا وائرس وړومبنے كیس تشخیص سږ كال په 22 جنوری رامخې ته شوے ؤ۔ د امریكې چارواكو له مخې هيواد كښې دا مهال د كورونا وائرس فعاله رنځورانو شميره 2369126 ده او دا شميره پرله پسې زياتيږي







