المان 06 اګست (اے پی پی) د المان خارجه وزير هائيكو ماس وئيلي دي چې د نيوكليائي لوظنامو په اړه اتومي طاقتونو ته د خپلو ذمه وارو پوره كولو ضرورت دے. د المان ځائي خبر رسنې ادارې له مخې د المان خارجه وزير د جاپان په هېرو شيما ښار د اتومي بم د غورځول كېدو په 75 كاله پوره كېدو ووئيل چې په اتومي وسلو د قابو موندلو خواست كوو، …
په اتومي وسلو كنټرول لپاره د نويو اقداماتو ضرورت دے. المان

مزید خبریں
المان 06 اګست (اے پی پی) د المان خارجه وزير هائيكو ماس وئيلي دي چې د نيوكليائي لوظنامو په اړه اتومي طاقتونو ته د خپلو ذمه وارو پوره كولو ضرورت دے. د المان ځائي خبر رسنې ادارې له مخې د المان خارجه وزير د جاپان په هېرو شيما ښار د اتومي بم د غورځول كېدو په 75 كاله پوره كېدو ووئيل چې په اتومي وسلو د قابو موندلو خواست كوو، په اتومي وسلو كنټرول لپاره د نويو اقداماتو ضرورت دے، بايد نړۍ هېر نه كړي چې په هېرو شيما كښې څه شوي وو او بيا څو ورځې پس په ناګاساكي كښې څه شوي وو، آخر داسې ولې شوي وو. ده ووئيل چې المان او جاپان د نړيوالو اتومي طاقتونو څخه غوښتنه كوي د اتومي وسلو په اړه خپلې ذمه وارې ترسره كړي او په دې په سختې سره عمل وكړي. د المان خارجه وزير په نړيوالو اتومي طاقتونو نيوكه كولو سره خبردارې وركړو چې د دوي د كوتاهې په سبب نړيوالې اتومي لوظنامې بې اثره كېږي او له مېنځه وركېږي. دې سره نورو لپاره يو ناقص مثال جوړ شوے او د شمالي كوريا پشان هېواد هم اتومي وسلې ترلاسه كولو لپاره ډاډګېرنه ترلاسه كړې.







