د حج ركن اعظم وقوف عرفه به ﴿نن﴾ ادا كولے شي، د سعودي مفتي اعظم به د حج خطبه وركوي

مكه مكرمه 29 جولائي (اے پي پي) د حج ركن اعظم وقوف عرفه به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ ادا كولے شي، د سعودي ځائي او د نړې د نورو هېوادونو كلمه ويوونكي به د حج فريضه ترسره كوي، د سعودي حكومت لخوا په مېدان عرفات، منٰي او مزدلفه كښې د كورونا وائرس صورتحال په نظر كښې ساتلو سره خاص انتظامات شوي ، حاجيانو ته په اېس او پيز د …

مكه مكرمه 29 جولائي (اے پي پي) د حج ركن اعظم وقوف عرفه به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ ادا كولے شي، د سعودي ځائي او د نړې د نورو هېوادونو كلمه ويوونكي به د حج فريضه ترسره كوي، د سعودي حكومت لخوا په مېدان عرفات، منٰي او مزدلفه كښې د كورونا وائرس صورتحال په نظر كښې ساتلو سره خاص انتظامات شوي ، حاجيانو ته په اېس او پيز د عمل كولو هدايت شوے. په مېدان عرفات كښې به د ماسپښين لمونځ په وخت د سعودي مفتي اعظم د حج خطبه وركوي. د مازيګر او د ماښام ترمېنځه به وقوف كېږي چې پكښې به حاجيان د الله رب العزت په حضور كښې خاص دعاګانې كوي. د نمر پرېوتو په وخت په يو خاص وخت كښې دننه حاجيانو ته د مېدان عرفات پرېښودو حكم دے. حاجيان به مزدلفه ته رسېدو سره د ماښام او ماسخوتن مونځ يو ځائ ادا كوي. شپه به په مزدلفه كښې تېروي او شېطان ويشتلو لپاره به كاڼي راټولوي. د جمعې په سهار به حاجيان د سهار مونځ ادا كولو نه پس مني ته رسي او په وړومبې ورځ به شيطان په كاڼو ولي، دوي به قرباني كوي او ويښته به خرېئي او احرام به پرانيزي. په دوهمه او درېمه ورځ شېطانان په كاڼو ويشتل، په منٰي كښې درې ورځې پاتې كېدل او په دې مهال زيارت او طواف كول هم د حج لازمي اركان دي

مزید خبریں