هند مقبوضه كشمير كښې په رائې شمېره اثر انداز كېدو له په خپله ناوړه اېجنډه عمل روان ساتلے

سرينګر 27 جولائي (اے پي پي) هند كښې د مودي فسطائي حكومت د مقبوضه كشمير د آبادۍ تناسب خرابولو او د مقبوضه سيمې مسلم اكثريتي شناخت په اقليت بدلولو لپاره پرله پسې ظالمانه اقدامات روان ساتلي . د كشمير مېډيا سروس د تحقيق څانګې لخوا جاري تجزياتي رپورټ له مخې د هند وزيراعظم نرېندر مودي كوم چې د هندو بالادستې هندو توا په نظريه په سختې سره عمل كوي، د …

سرينګر 27 جولائي (اے پي پي) هند كښې د مودي فسطائي حكومت د مقبوضه كشمير د آبادۍ تناسب خرابولو او د مقبوضه سيمې مسلم اكثريتي شناخت په اقليت بدلولو لپاره پرله پسې ظالمانه اقدامات روان ساتلي . د كشمير مېډيا سروس د تحقيق څانګې لخوا جاري تجزياتي رپورټ له مخې د هند وزيراعظم نرېندر مودي كوم چې د هندو بالادستې هندو توا په نظريه په سختې سره عمل كوي، د مقبوضه كشمير خاص حيثيت منسوخ كولو او د آبادې تناسب خرابولو لپاره تېر كال د اګست په 5مه نېټه د هند آئين دفعه 370 منسوخ كړې وه ځكه چې دا په كشمير كښې د مودي ناوړه عزائمو په ترسره كېدو په لار كښې بنيادي روكاوټ ؤ. په رپورټ كښې د داسې ګڼ شمېر اقداماتو ذكر شوے كوم چې د مودي حكومت مقبوضه كشمير كښې د خپلې ناوړې اېجنډې عملي كولو لپاره تېر كال د اګست په 5مه نېټه د جمو كشمير خاص حيثيت منسوخې نه پس پورته كړي . د رپورټ تر مخه هند غېر كشميري هندوان مقبوضه كشمير ته راوستلو او هلته آبادولو لپاره د ډوميسائل نوے قانون معرفي كړے. هند په مقبوضه كشمير كښې په اسمبلۍ كښې د مسلم چوكو شمېره كمولو لپاره انتخابي حلقې هم بدلوي. په رپورټ كښې كشميريان د سركاري ملازمتونو او د نورو موقعو څخه د محرومولو حواله هم وركړې شوې كوم چې كشمير كښې په سركاري محكمو كښې د كشمير مسلمانانو اكثريت كمولو لپاره يو بل چال دے. په رپورټ كښې وئيلي شوي د كشميريانو د قتل عام، غېر كشميريانو ته د ډوميسائل وركړه، د كشميريانو په زمكه قبضه او ځائي ځوانانو لپاره د سركاري ملازمتونو دروازې بندولو پشمول د ټولو اقداماتو مقصد په سباٶن كښې په رائې شمېره اثرانداز كېدل دي ځكه چې ملګرو ملتونو كشميري اولس له د خپل سياسي سباٶن د ټاكنې حق وركولو لپاره په مقبوضه سيمه كښې د رائې شمېرې لوظ كړے دے .

مزید خبریں