د حج خطبه به لسو نړيوالو ژبو كښې خپرولې شي۔ سعودي عربستان

ریاض۔ 26جولائی (اے پی پی) سعودی چارواكو د روان كال حج خطبې د اردو په شمول 10 ژبو كښې د ترجمه كولو پرېكړه كړې ده۔ دعرب ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې د حرمېن شريفېن چارو پرېذېډېنسي مشر الشېخ عبد الرحمن السدېس ووئيل د روان كال په مهال د اسلام پېغام ټوله نړۍ كښې مېشته مسلمانانو ته رسولو له د حج خطبه به لسو نړيوالو ژبو كښې خپرولې شي۔ الشېخ عبدالرحمٰن …

ریاض۔ 26جولائی (اے پی پی) سعودی چارواكو د روان كال حج خطبې د اردو په شمول 10 ژبو كښې د ترجمه كولو پرېكړه كړې ده۔ دعرب ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې د حرمېن شريفېن چارو پرېذېډېنسي مشر الشېخ عبد الرحمن السدېس ووئيل د روان كال په مهال د اسلام پېغام ټوله نړۍ كښې مېشته مسلمانانو ته رسولو له د حج خطبه به لسو نړيوالو ژبو كښې خپرولې شي۔ الشېخ عبدالرحمٰن السدېس زياته كړه چې روان كال كښې د اردو سره سره انګلېسۍ ٬ فارسۍ ٬ بنګله ٬تركي ٬ فرانسيسي ٬ چينائي ٬ روسي ٬ هاؤسا او مالے ژبو كښې د حج خطبه خپرولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېر كال د حج خطبه 5 ژبو كښې نشر كړې شوې وه۔ د سعودي چارواكو له مخې سږ كال 10 زره عازمين كرام د حج بېت الله درناوې ترلاسه كوي او د دوئي ټاكنه خود كارې تګلارې سره شوې ده۔ دې عازمينو كښې سعودي عربستان كښې مېشته غېر ملكي هېواد پرېښودونكي 70 فيصده او او پاتې 30 فيصده سعودي وګړي دي۔ د عازمينو اولنۍ ډله تېره ورځ مكې مكرمې ته رسېدلې ده او د حج ورځو پېل كېدو نه وړاندې به دوئ د هوټل بېلو بېلو كوټو كښې پاتې كېږي۔

مزید خبریں