استنبول 24 جولائي (اے پي پي) ترکيه كښې په آيا صوفيه جومات كښې 86 كاله پس د جمعې مونځ ادا كړے شو، د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان پشمول ټولې كابينې د جمعې مونځ كښې ګډون وكړو د زرګونو په شمېر د مونځ كوٶنكو اجتماع وه، د ترکيه اولس مشر رجب طيب اردوان د سوره بقره تلاوت وكړو او د مونځ نه پس ئې د اسلامي نړۍ سلامتيا لپاره …
ترکيه تاريخ رقم كړو ، په آيا صوفيه جومات كښې 86 كاله پس د جمعې مونځ ادا كړے شو

مزید خبریں
استنبول 24 جولائي (اے پي پي) ترکيه كښې په آيا صوفيه جومات كښې 86 كاله پس د جمعې مونځ ادا كړے شو، د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان پشمول ټولې كابينې د جمعې مونځ كښې ګډون وكړو د زرګونو په شمېر د مونځ كوٶنكو اجتماع وه، د ترکيه اولس مشر رجب طيب اردوان د سوره بقره تلاوت وكړو او د مونځ نه پس ئې د اسلامي نړۍ سلامتيا لپاره دعاګانې وغوښتې۔د ميډيا رپورټ له مخې ترکيه تاريخ رقم كړو، په آيا صوفيه جومات كښې 86 كاله پس د جمعې مونځ ادا كړے شو٬ د تركيه اولس مشر پشمول ټولې كابينې او د زرګونو په شمېر مونځ كوٶنكو په جمع مونځ وكړو٬ په دې موقع روح پرور مناظر وليدلے شول٬ مونځ كوٶنكو په اېس او پيز عمل كولو سره د جمعې مونځ ادا كړے ۔ په دې موقع د جومات امام د عصا په ځائ د تورې سره خطبه وركره، په آيا صوفيه جومات كښې به پنځه وخته مونځ ادا كېږي چې ورله حكومت درې امامان او پنځه موذن مقرر كړي۔









