ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره د يو كروړ 48 لكه نه زياته شوه

واشنګټن/ نوے ډيلے 21 جولائي (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره د يو كروړ 48 لكه نه زياته شوې او 6 لکه 13 زره نه زيات كسان د كرونا له امله مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې ميډيا راپوور له مخئ د ګردې نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې دا مهال د كرونا وائرس53 لكه 32 زره 338 فعاله كېسونه موجود دي٬ په …

واشنګټن/ نوے ډيلے 21 جولائي (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره د يو كروړ 48 لكه نه زياته شوې او 6 لکه 13 زره نه زيات كسان د كرونا له امله مړه شوي۔ د نهې په ورځ د امريكې ميډيا راپوور له مخئ د ګردې نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې دا مهال د كرونا وائرس53 لكه 32 زره 338 فعاله كېسونه موجود دي٬ په مجموعي توګه يو كروړ 48 لكه 76 زره 330 كسان كرونا ځپلې دي او دغسې په مجموعي توګه د تصديق شوو مړو شمېره 6 لكه 13 زره 722 رېكارډ كړې شوې ۔ د كرونا وائرس څخه امريكا د ټولو نه زيات ځپلے هېواد دے چرته چې د ځپليو شمېره 39 لكه 61 زره ده او د يو لك 44 زره نه زيات كسان مړه شوي ٬ دغسې برازيل كښې د ځپليو شمېره 39 لکه 61 زره، د يو لك 44 زره نه زيات كسان مړه شوي ۔په هند كښې هم د 28 زره نه زيات كسان مړه شوي دي

مزید خبریں