د اسټریليا وزیراعظم د كورونا له امله د ځپلي روزګار او د معیشت بحالۍ اقدامات براخه كړل

سډنی 21 جولائی (اے پی پی) د اسټریلیا وزیراعظم سكاټ موریسن وئيلي دي زمونږ حكومت د كورونا له امله د ځپلي روزګار او معیشت بحالۍ لپاره د اقداماتو سلسله به تر راروان كال دوامداره وي ،د ٨٦ ارب ډالره مرستې پروګرامز د لارې به د بې روزګاره شوو كسانو د ملازمانو نه فارغونكو كاروباری ادارو مالی معاونت كولے شي ۔ د نړيوالې میډیا له مخې دا خبره ده تيره ورځ …

سډنی 21 جولائی (اے پی پی) د اسټریلیا وزیراعظم سكاټ موریسن وئيلي دي زمونږ حكومت د كورونا له امله د ځپلي روزګار او معیشت بحالۍ لپاره د اقداماتو سلسله به تر راروان كال دوامداره وي ،د ٨٦ ارب ډالره مرستې پروګرامز د لارې به د بې روزګاره شوو كسانو د ملازمانو نه فارغونكو كاروباری ادارو مالی معاونت كولے شي ۔ د نړيوالې میډیا له مخې دا خبره ده تيره ورځ يو بيان كښې كړې ده ۔ وزیراعظم ووئيل آسټریلیا د 30 كلونو راهسې په وړومبې ځل كساد بازارۍ سره مخ دے او بیروزګاري تر دوو درجو زياته شوې ، د دې صورتحال مخ نيوي لپاره به حكومت په دوو پروګرامونو 86 ارب آسټریلین ډالره (60 ارب امریكائي ډالره)خرڅ كوي۔ دې څخه وړاندې 1 ميليونه ځپلو كمپنو او د كاروباری ادارو معاونت لپاره 30 اربه ډالره خرڅ كړې شوي چې ورسره د 3 نيم لكهه ملازمانو روزګار بچ كولو له مرسته شوې ده