نوې ډيلې 20 جولائی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي او د هيواد په بيلو رياستونو كښې په يوه ورځ كښې د كورونا 40 زره څخه زيات كيسونه رامخې ته شوي ۔دې سره د ځپلے شوو كسانو شميره11 لكهه 18 زره څخه زياته شوې ٬ دغسې هيواد كښې تر اوسه 27 زره 5 سوه څخه زيات كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د هند …
هند كښې د كورونا وائرس نور 40 زره څخه زيات كيسونه رپورټ شول
نوې ډيلې 20 جولائی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي او د هيواد په بيلو رياستونو كښې په يوه ورځ كښې د كورونا 40 زره څخه زيات كيسونه رامخې ته شوي ۔دې سره د ځپلے شوو كسانو شميره11 لكهه 18 زره څخه زياته شوې ٬ دغسې هيواد كښې تر اوسه 27 زره 5 سوه څخه زيات كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې هند كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د ځپلے شوو كسانو شميره 1118780 ته رسيدلې، هيواد كښې د كورونا فعاله رنځورانو شميره 390878 ده۔ د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هيواد كښې د كورونا وائرس 40425 نوو كيسونو تصدیق شوے، په دې مهال د كورونا وائرس له امله د هند په بيلو ریاستونو كښې نور 681 كسان مړه شوي دغسې هيواد كښې تر اوسه د كورونا له امله 27 زره 5 سوه څخه زيات كسان مړه شوي دي










