د كورونا وائرس ځپليو غريبو هېوادونو مرستې لپاره د 10.3 اربه ډالرو ضرورت دے، د ملګرو ملتونو جي 20 هېوادونو ته خواست

ملګري ملتونه 17 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو د كورونا وائرس ځپليو غريبو هېوادونو مرستې لپاره د مالداره هېوادونو ته د 10.3 اربه ډالرو خواست كولو سره خبردارے وركړے چې كه د 63 پرمختګ كوونكو هېوادونو په وخت مرسته ونه كړې شوه نو دې هېوادونو لپاره د كورونا وائرس بحران تباه كوونكے ثابېتدے شي چې قيمت به ئې شتمندو هېوادونو ته ادا كول وي.  د خبر له مخې ملګرو …

ملګري ملتونه 17 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو د كورونا وائرس ځپليو غريبو هېوادونو مرستې لپاره د مالداره هېوادونو ته د 10.3 اربه ډالرو خواست كولو سره خبردارے وركړے چې كه د 63 پرمختګ كوونكو هېوادونو په وخت مرسته ونه كړې شوه نو دې هېوادونو لپاره د كورونا وائرس بحران تباه كوونكے ثابېتدے شي چې قيمت به ئې شتمندو هېوادونو ته ادا كول وي.  د خبر له مخې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې كه اوس جي 20 صنعتي هېوادونه په وخت اقدامات ونه كړي نو دوي به په روغتيا د وبائي رنځورې د نېغ په نېغه آغېز څخه څو چنده زيات انساني الميې سره مخ شي. ملګرو ملتونو وئيلي دي چې كله د  شتمندو هېوادونو د معيشتونو د تحفظ خبره وكړې شي نو دوي خپل قواعد و ضوابط هېروي او هغه هر څه كوي چې دوي ته ئې ګټه رسي ځكه دوي ته غريب او د كم امدن هېوادونو لپاره هم د داسې اقداماتو كولو ضرورت دے. د ملګرو ملتونو د اېجنسو اندازې له مخې د وبائي رنځ په وجه د روغتيا  په نظام د فشار له امله هر ورځ تقريباً 6000 ماشومان خپل ژوند د لاسه وركوي، دغسې د اېچ آئي وي، ټي بي او د ملېريا په نتيجه كښې مرګونه يو په دوه كېدے شي.