واشنګټن/ټوكیو 17 جولائی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مجموعی شميره 5 لكهه 93 زره ته رسيدلې ده ۔ د امریكې ميډيا له مخې د جمعې په ورځ د امريكې او برازیل نه پس د ځپليو شميرې په لحاظ هند په دريم لمبر دے، د كورونا وائرس له امله تر اوسه بيلو هيوادونو كښې د مجموعی ځپليو شميره يو كروړ 39 لكهه 52 …
ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 93 زره ته رسيدلې
واشنګټن/ټوكیو 17 جولائی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مجموعی شميره 5 لكهه 93 زره ته رسيدلې ده ۔ د امریكې ميډيا له مخې د جمعې په ورځ د امريكې او برازیل نه پس د ځپليو شميرې په لحاظ هند په دريم لمبر دے، د كورونا وائرس له امله تر اوسه بيلو هيوادونو كښې د مجموعی ځپليو شميره يو كروړ 39 لكهه 52 زره څخه زياته ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 50 لكهه 75 زره څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره37 لكهه څخه زياته شوې دغسې د دې وائرس له امله د هيواد بيلو ریاستونو كښې يو لكه 41 زره څخه زياته كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې امريكا كښې د كورونا رنځورانو شميره پرله پسې زياتيږي، هيواد كښې 36 لكهه 95 زره څخه زيات كسان ځپلي شوي۔ امريكا كښې دا مهال د كورونا وائرس 18لكهه 74زره څخه زيات فعاله كسيونه راغلي۔ ریاست فلوریډا كښې د كورونا وائرس له امله نور 156 كسان مړه شوې ، د تيرو 24 ساعتو په مهال فلوریډا كښېد كورونا نور 13 زره 965 كیسونه راپور شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره تر ټولو زياته ده دغسې برازیل او برتانیه بالترتیب په دويم او دريم لمبر دي۔ چارواكو له مخې امريكا كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 141118كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس 74,500 نوي كيسونه راپور شوي۔ د چارواكو له مخې د دې نړيوالې وباﺀ پيل كيدو نه تر اوسه دا د ورځې په بنياد د ځپليو تر ټولو زياته شميره ده ۔










