امریكا كښې د كورونا له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 37 لكهه ته ورسيده، يو لكه 41 زره څخه زيات كسان مړه شوي ، فلوریډا كښې پرله پسې د مړو شميره زياتېږي

واشنګټن 17 جولائی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 37 لكهه ته رسيدلې ده دغسې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 41 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امریكې ميډيا له مخې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے هيواد امریكا دے چرته چې د رنځورانو شميره پرله پسې زياتيږي، چارواكو له مخې هيواد …

واشنګټن 17 جولائی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 37 لكهه ته رسيدلې ده دغسې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 41 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د امریكې ميډيا له مخې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے هيواد امریكا دے چرته چې د رنځورانو شميره پرله پسې زياتيږي، چارواكو له مخې هيواد كښې 36 لكهه 95 زره څخه زيات مصدقه كيسونه رپورټ شوي۔د امریكې د روغتيا محكمې له مخې امریكا كښې دا مهال د كورونا وائرس 18 لكهه 74 زره څخه زيات فعاله كيسونه شته ۔ بلخوا فلوریډا ریاست كښې د كورونا وائرس له امله نور 156 كسان مړه شوي دي، كوم چې د كورونا وائرس پيل كيدو نه پس په يوه ورځ كښې دغلته تر ټولو زيات مرګونه دي، د تيرو 24 ساعتونپه مهال فلوریډا كښې د كورونا نور 13 زره 965 كیسونه رامخې ته شوي۔ د سماجی لرې والي د كوم هم بنديز خيال نه ساتلو سره فلوریډا كښې د كورونا وائرس انفیكشنز مركز جوړيږي او د ځپليو شميره ورځ په ورځ زياتيږي۔