د سعودي كابینې غونډه ، د حج تیاریو جاج واخستلے شو

ریاض 16جولائی (اے پی پی)د  خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبد العزیز په مشرۍ كښې د كابینې آن لائن غونډه شوې چې پكښې د حج تیارو او حكومتی منصوبو جاج اخستلے شوے۔ سعودی پریس ایجنسۍ له مخې كابینې حج 1441ھ لپاره د روانو تیارو او د بيلو حكومتی ادارو د منصوبو جاج اخستلو سره د اطمینان څركندونه وكړه۔ شاه سلمان او ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان په سپارښتنه …

ریاض 16جولائی (اے پی پی)د  خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبد العزیز په مشرۍ كښې د كابینې آن لائن غونډه شوې چې پكښې د حج تیارو او حكومتی منصوبو جاج اخستلے شوے۔ سعودی پریس ایجنسۍ له مخې كابینې حج 1441ھ لپاره د روانو تیارو او د بيلو حكومتی ادارو د منصوبو جاج اخستلو سره د اطمینان څركندونه وكړه۔ شاه سلمان او ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان په سپارښتنه حج كښې كار كوونكو ټولو ادارو ته تاكيد شوے چې حج كوونكو لپاره ښه چاپيرچل كښې د مناسك ادا كول دې باوري كړے شي۔ كابینې د كورونا وائرس ځائي او نړيوال صورتحال جاج واخست، نړيوالې وباﺀ له امله ځپلے شوو كسانو شميرې او حفاظتی تدابیر نه علاوه د هغې مخ نيوي لپاره د روانو هڅو تفصیلات څخه هم كابینه خبر كړې شوه۔ دغسې كابینه د ځائي وګړو او ميشته غیر ملكیانو لپاره د طبي آسانيو نه علاوه د سعودی عرب روغتونونو كښې په آئی سی یو كښې د 30 فیصده پراختيا څخه هم خبر كړې شوه