ریوډی جنیرو 16 جولائی (اے پی پی) په برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 75 زره څخه زياته شوې، په هيواد كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 40 زره نوي رنځوران رامخې ته شوي دي او د نه پس د ځپليو مجموعی شميره د 19 لكه 71 زره څخه زياته شوې۔ د امریكائي ميډيا له مخې په برازیل كښې د تيرو 24 …
برازیل ، د كورونا وائرس له امله د مړو شميره د 75 زره څخه زياته شوې، د ځپليو شميره د 19 لكه 71 زره څخه زياته شوې
ریوډی جنیرو 16 جولائی (اے پی پی) په برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 75 زره څخه زياته شوې، په هيواد كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 40 زره نوي رنځوران رامخې ته شوي دي او د نه پس د ځپليو مجموعی شميره د 19 لكه 71 زره څخه زياته شوې۔ د امریكائي ميډيا له مخې په برازیل كښې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 1233 كسان مړه شوي دي چې ورسره د مړو مجموعي شميره 75523 ته رسيدلې ده۔ د چارواكو له مخې برازیل په نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله دويم زيات ځبل شوے هيواد دے چرته چې تر اوسه په مصدقه توګه 1970909 كسان ځپلي شوي، هيواد كښې تر اوسه 75523 كسان مړه شوي دي۔ د چارواكو له مخې برازیل كښې كورونا 528611 فعاله كيسونه دي۔ بلخوا د برازیل د صدر بولسونارو د كورونا وائرس ټیسټ يو ځل بيا مثبت راغلې۔ د برازیل صدر د 7 جولائی راهسې د كورونا وائرس له امله ناروغه دے۔ د برازیل صدر ميډيا ته ووئيل په بيا ټيسټ كولو ما ته معلومه شوه چې اوس هم د كورونا له امله ځپلې يم او د ټیسټ په منفی راتلو به بيا خپل كار پيل كوم۔(










