واشنګټن 14 جولائي (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو په افغانستان كښې د امريكائي عسكرو وژلو لپاره طالبانو له د پیسو وركولو په اړه د مېډيا راپورونو نه پس د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف سره په ټيليفون د افغانستان په صورتحال خبرې كړې دي . د نړيوالې مېډيا له مخې د امريكې خارجه محكمې وئيلي دي د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د روسيې خارجه وزير …
د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف سره په ټيليفون د افغانستان په صورتحال خبرې وكړې
واشنګټن 14 جولائي (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو په افغانستان كښې د امريكائي عسكرو وژلو لپاره طالبانو له د پیسو وركولو په اړه د مېډيا راپورونو نه پس د روسيې خارجه وزير سرګئي لاروف سره په ټيليفون د افغانستان په صورتحال خبرې كړې دي . د نړيوالې مېډيا له مخې د امريكې خارجه محكمې وئيلي دي د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د روسيې خارجه وزير سره د نومبر په 3مه نېټه په امريكا كښې د ټاكنو د امنيت په مسئله هم خبرې كړې دي. د يادونې وړ ده امريكائي چارواكو اندېښنه ښودلې چې روسيه سږ كال د امريكې په ټاكنو كښې مداخله كولې شي.










