لبنان كښې په پوسته او په پوځي مركزونو د وسله والو ډزي، يو عسكر مړ

بيروت ۔ 13 جولائی (اے پی پی) لبنان كښې په پوسته او په پوځي مركزونو د وسله والو په ډزو كښې يو عسكر مړ شوے ۔ د لبنان پوځ جاري بيان له مخې بيكه ښار كښې په پوسته او پوځي مركزونو ګڼو وسله والو ډزي كړې چې په نتيجه كښې ئې يو عسكر مړ شوے خو وياند د بريد او وسله والو تفصیلات نه دې ښودلې۔ میډیا راپورونو له مخې …

بيروت ۔ 13 جولائی (اے پی پی) لبنان كښې په پوسته او په پوځي مركزونو د وسله والو په ډزو كښې يو عسكر مړ شوے ۔ د لبنان پوځ جاري بيان له مخې بيكه ښار كښې په پوسته او پوځي مركزونو ګڼو وسله والو ډزي كړې چې په نتيجه كښې ئې يو عسكر مړ شوے خو وياند د بريد او وسله والو تفصیلات نه دې ښودلې۔ میډیا راپورونو له مخې تيره ورځ لبنان كښې يو اشتهاری مجرم هوائی ډزې كولو سره د بالبك ښار په پوسته د بريد هڅه كړې، په پوسته كښې د موجودو عسكرو ځوابي كارروائی كښې تورن او د هغه ملګرے ژوبل شوي ۔ دواړه ژوبل كسان روغتون ته رسولے شوي دي