مقبوضه بېت المقدس 13 جولائي (اے پی پی) د اسرائيل د روغتيا وزارت خپل بيان كښې وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال اسرائیل كښې د كرونا په سوب نور 8 مريضان مړه شوي چې ورسره اسرائيل كښې د دې وباﺀ له امله د مړو شوو شمېره 342 ته رسېدلې ده۔ د اطلاعات مركز فلسطين راپور له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال اسرائيل كښې د كورونا نور …
اسرائیل٬ د كرونا وائرس په سوب نور 8 كسان مړه شول ، د 1137 نوو كېسونو تصديق
مقبوضه بېت المقدس 13 جولائي (اے پی پی) د اسرائيل د روغتيا وزارت خپل بيان كښې وئيلي دي د تېرو 24 ساعتو په مهال اسرائیل كښې د كرونا په سوب نور 8 مريضان مړه شوي چې ورسره اسرائيل كښې د دې وباﺀ له امله د مړو شوو شمېره 342 ته رسېدلې ده۔ د اطلاعات مركز فلسطين راپور له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال اسرائيل كښې د كورونا نور 1137 كېسونه تصديق شوي چې ورسره اسرائيل كښې د دې وباﺀ ځپليو مجموعي شمېره 31886 ته رسېدلې ده۔ د اسرائيل د روغتيا وزارت له مخې روغتونو كښې درملنو ته بستر رنځورانو كښې د 86 حالت اندېښمن دے۔ 34 كسان په مصنوعي آكسيجن ژوندي دي۔ اسرائيل كښې د كورونا 13352 رنځورانو حالت د اطمينان وړ دے ٬ بلخوا اسرائيل كښې دې رنځ څخه تر دې دمه 18192 رنځوران صحت مند شوي دي










