نوې ډيلې 11 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي او هيواد كښې په وړومبي ځل په يوه ورځ كښې د 4 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخې ته شوي۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د هيواد په بېلو برخو كښې د كورونا وائرس 4213 نوي كيسونه رامخې ته شوي دې نه پس د ځپلې شوو …
هند كښې د كورونا وائرس 4 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخې ته شول، 2206 كسان مړه شول

مزید خبریں
نوې ډيلې 11 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي او هيواد كښې په وړومبي ځل په يوه ورځ كښې د 4 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخې ته شوي۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال د هيواد په بېلو برخو كښې د كورونا وائرس 4213 نوي كيسونه رامخې ته شوي دې نه پس د ځپلې شوو كسانو مجموعي شميره 67 زره څخه زياته شوې۔د هند د روغتيا وزارت جاري بيان له مخې د هيواد په بيلو رياستونو او مركز د سيورې لاندې سيمو كښې تر اوسه 67،152 كسان د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي چې پكښې 2206 كسان مړه شوې دي۔ د هند مهاراشټر ریاست د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے چې له امله ئې د ریاست صورتحال پرله پسې خرابيږي۔ مهاراشټر كښې 22171 كسان د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي دغسې رياست كښې 832 كسان مړه شوي او 4199 رنځوران ښه شوې دي










