د كرونا وباء د ځناورو د ماركيټ نه خپره شوې۔ د اسټراليا وزيراعظم

كېنبرا 05 مئي (اے پي پي) د اسټراليا وزيراعظم سكاټ مورېسن وئيلي دي د دې خبرې قوي امكان دے چې چين كښې د كرونا وائرس وباء د ځناورو نه خپره شوې ۔د نړيوالې ميډيا له مخې د اسټراليا وزيراعظم وئيلي دي داسې كوم شواهد نه دې ترلاسه شوي چې له مخې ئې د اسټراليا حكومت خپل موقف بدل كړي۔ بلخوا د امريكې اولس مشر ټرمپ تېره اوونۍ كښې وئيلي وٶ …

كېنبرا 05 مئي (اے پي پي) د اسټراليا وزيراعظم سكاټ مورېسن وئيلي دي د دې خبرې قوي امكان دے چې چين كښې د كرونا وائرس وباء د ځناورو نه خپره شوې ۔د نړيوالې ميډيا له مخې د اسټراليا وزيراعظم وئيلي دي داسې كوم شواهد نه دې ترلاسه شوي چې له مخې ئې د اسټراليا حكومت خپل موقف بدل كړي۔ بلخوا د امريكې اولس مشر ټرمپ تېره اوونۍ كښې وئيلي وٶ زه باور لرم چې دا وائرس د چين ووهان لېب څخه خپور شوے۔ د يادونې وړ ده چين څخه خپور دې وائرس اوس ګرده نړۍ په ولقه كښې اغستې ده