په فرانس كښې تېر كال د کورونا وائرس كيس رامخې ته شوے ؤ، د فرانس ډاکټر

پیرس 05 مئی (اے پی پی) د فرانس يو روغتون دِ انتهائی نګهداشت څانګې مشر یوویس کوهن تصدیق کړے چې تير كال د دسمبر مياشت په آخر كښې په دې روغتون كښې د نوول کورونا وائرس تصدیق شوے کیس رامخې ته شوے ؤ۔د چین راډيو له مخې ده ووئيل مونږ دسمبر نه تر جنوری د نمونیا له امله د ځپلې شوو ټولو كسانو بيا ټيسټونه كړې وو۔ بيا ټيسټ شوو …

پیرس 05 مئی (اے پی پی) د فرانس يو روغتون دِ انتهائی نګهداشت څانګې مشر یوویس کوهن تصدیق کړے چې تير كال د دسمبر مياشت په آخر كښې په دې روغتون كښې د نوول کورونا وائرس تصدیق شوے کیس رامخې ته شوے ؤ۔د چین راډيو له مخې ده ووئيل مونږ دسمبر نه تر جنوری د نمونیا له امله د ځپلې شوو ټولو كسانو بيا ټيسټونه كړې وو۔ بيا ټيسټ شوو 24 کیسونو كښې د يو كس د ټيسټ راپور مثبت راغلے ؤ ۔دغه كس د 27 دسمبر راهسې په دغه روغتون كښې بستر ؤ۔ دې سره سره د هغه په دواړه بچو كښې هم د دې وائرس تصدیق شوے ؤ او دغه ټول كسان ښه شوې وؤ۔ په 24 جنوری د فرانس حکومت په سرکاری توګه د نوول کورونا وائرس وړومبې تصدیق شوے کیس اعلان کړے ؤ۔ یوویس کوهن ووئيل فرانس كښې د نوول کورونا وائرس تصدیق شوے کیس سرکاری اعلان څخه يوه مياشت وړاندې راغلے ؤ۔ د فرانس يو تحقیقی مرکز جاری کړي راپور له مخې فرانس كښې د وباء خپريدو سبب مقامې دے