د افغان مېرمنو لخوا د قطر ملكې په نامه چيټۍ٬ جنګ بندۍ لپاره د مرستې خواست

كابل 04 مئي (اے پي پي)په افغانستان كښې د نړيوالې وباء او د روژې مباركې مياشت باوجود د طالبانو بريدونه او د افغان واكمنو د طالبانو په ضد كاروائې روانې دي او دواړه امريكا او طالبان د امن لوظنامې په ضد د كار كولو تورونه لګوي۔ د ميديا راپورونو له مخې د روژې په پېل افغان حكومت او امريكې دواړو طالبانو ته د جنګ بندۍ خواست كړے ٶ كوم چې …

كابل 04 مئي (اے پي پي)په افغانستان كښې د نړيوالې وباء او د روژې مباركې مياشت باوجود د طالبانو بريدونه او د افغان واكمنو د طالبانو په ضد كاروائې روانې دي او دواړه امريكا او طالبان د امن لوظنامې په ضد د كار كولو تورونه لګوي۔ د ميديا راپورونو له مخې د روژې په پېل افغان حكومت او امريكې دواړو طالبانو ته د جنګ بندۍ خواست كړے ٶ كوم چې ھغوي رد كړے٬ په دې صورتحال كښې افغان ووېمنز نېټ ورك د قطر ملكې موزا بند نصر ته چيټۍ ليكلې ده چې پكښې ئې په افغانستان كښې جنګ بندۍ لپاره په طالبانو زور رواړلو له خواست كړے۔ په پرانستې چيټۍ كښې افغان مېرمنو د قطر ملكې ته ليكلي دي چې په داسې صورتحال كښې ګرده نړۍ د كرونا وائرس په ضد جنګ كوي او افغان اولس د كرونا وائرس سره سره جنګ سره هم مخ دے٬ په چيټۍ كښې د ملګرو ملتونو د درې مياشتنيز راپور هم ذكر شوے چې له مخې ئې سږ كال په وړمبنو دريو مياشتو كښې د 500 نه زيات كسان د تشدد په پېښو كښې مړه شوي چې پكښې 150 كوچنيان هم شامل دي۔ په چيټۍ كښې وئيلي شوي دا پېښې د امريكې او طالبانو ترمېنځه د امن لوظنامې باوجود رامخې ته شوي٬ د قطر په پايه تخت دوحه كښئ د طالبانو سياسي دفتر دے او هم د دغې هېواد په قيادت كښې د امريكې او طالبانو ترمېنځه سږ كال فرورۍ كښې د امن لوظنامه شوې وه٬ د افغانستان د صحت وزارت له مخې د تېرو پنځو ورځو په مهال د كرونا وائرس په پازټيو كېسونو كښې دولس فيصده اضافه شوې كومه چې تر خطرناك حده زياتېدې شي٬ چيټۍ كښې وئيلي شوي په افعانستان كښې تر اوسه د كرونا وائرس درې زره كېسونه مثبت راغلي او د دې وباء په سوب 75 كسان مړه شوې هم دي۔ افعان وېمنز نېټ ورك له مخې مونږ سره په افغانستان كښې دننه او بهر د زر ګونو په شمېر مېرمنې٬ مېندې او خوېندې دي او دوي خپل هېواد كښې په جنګ سخته اندېښنه لري۔ چيټۍ كښې وړاندې دوي ليكلې دي مونږ يو خوا د روژې په مياشت كښې لاك ډاٶن سره مخ يو او بلخوا روژې نيسو او عبادتونه كوٶ او بهر د چاٶدنو غږونه او د خپلو مينه والو د مرګونو پرېشانه كړې يو٬ په افغان عمل كښې تاخير او جنګ بندۍ نه كېدو له امله سخته بې قراري ده۔ افغان مېرمنو خپله چيټۍ كښې د قطر ملكې ته خواست كړے چې جنګ بندۍ لپاره كردار ولوبوي۔