بغداد ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) د عراق صلاح الدين صوبه كښې د عراقي پوځ فضائي بريد كښې د داعش 14 ترهګر وژلې شوي۔ د ايران ټي وي له مخې د عراقي ځواكونو صلاح الدين آپرېشنل کمانډ اعلان كړے چې د عراقي پوځ جنګي الوتكو د صلاح الدين صوبې عبد العزيز سيمه كښې روانو كارروايو كښې د ترهګرو پټ ځايونه ويجاړ كړي او دغلته پرتې درنې وسلې ته ئې …
د عراقي پوځ په بريد كښې د داعش 14 ترهګر اووژلې شول
بغداد ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) د عراق صلاح الدين صوبه كښې د عراقي پوځ فضائي بريد كښې د داعش 14 ترهګر وژلې شوي۔ د ايران ټي وي له مخې د عراقي ځواكونو صلاح الدين آپرېشنل کمانډ اعلان كړے چې د عراقي پوځ جنګي الوتكو د صلاح الدين صوبې عبد العزيز سيمه كښې روانو كارروايو كښې د ترهګرو پټ ځايونه ويجاړ كړي او دغلته پرتې درنې وسلې ته ئې زيات زيان رسولې ۔ د عراق هوائي پوځ تېره اونۍ كښې هم كركوك صوبه كښې د ترھګرو د پاتې عناصرو په اډو بمباري كړې وه۔











