ټوکيو 22 اپرېل (اے پي پي) د جاپان په پايه تخت ټوکيو كښې د نيو برن بې بيز په كيئر هوم كښې د كرونا وباء خپره شوې٬ اته ماشومان روغتون ته منتقل كړې شوي ۔ د جاپان ورځپاڼې راپور له مخې د اپرېل په شپاړسمه نيټه په دغه كيئر هوم كښې د عملې يو كس د كرونا وائرس څخه ځپلې ٶ۔ د سائي سيکائي سنټرل روغتون وياندې له مخې د …
جاپان٬ ټوكيو كښې د نيو برن بې بيز په كيئر هوم كښې د كرونا وباء ٬ ٨ ماشومان روغتون ته منتقل كړې شول
ټوکيو 22 اپرېل (اے پي پي) د جاپان په پايه تخت ټوکيو كښې د نيو برن بې بيز په كيئر هوم كښې د كرونا وباء خپره شوې٬ اته ماشومان روغتون ته منتقل كړې شوي ۔ د جاپان ورځپاڼې راپور له مخې د اپرېل په شپاړسمه نيټه په دغه كيئر هوم كښې د عملې يو كس د كرونا وائرس څخه ځپلې ٶ۔ د سائي سيکائي سنټرل روغتون وياندې له مخې د دغه پېښې نه پس د 29 نوو زېږېدلو ماشومانو ټېسټ وكړې شول چې پكښې د اته ماشامونو ټيسټ پازيټو راغلل او ھغوي روغتون ته منتقل كړې شول خو دغه ماشومانو كښې په يو كښې هم د وائرس شديد علامات نه دي څرګند شوې۔ د ماشومانو په كېئر هوم كښې د عملې ټول غړي 47 دي چې پكښې په ٧ كښې د تبې او د سا د تكليف علاماتو په سوب دوي په كور كښې د آئسوليټ كولو امر شوے او په كورونو ايسار كړې شوي۔











