واشنګټن 22 اپریل (اے پی پی) د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د ایګزیكټو آرډر ترمخه د امریكائي وګړو د نوكرو تحفظ لپاره امیګریشن معطلی به په ابتدائی توګه د راروانو 60 ورځو لپاره وي د كومې اطلاق به چې امریكا كښې مستقل رهائش یعنی ګرین كارډ لرونكو كسانو لپاره وي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې ده په وائټ هاؤس كښې خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې …
په امیګریشن به بنديز په ابتدائی توګه د راروانو 60 ورځو لپاره وي، صدر ډونلډ ټرمپ
واشنګټن 22 اپریل (اے پی پی) د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د ایګزیكټو آرډر ترمخه د امریكائي وګړو د نوكرو تحفظ لپاره امیګریشن معطلی به په ابتدائی توګه د راروانو 60 ورځو لپاره وي د كومې اطلاق به چې امریكا كښې مستقل رهائش یعنی ګرین كارډ لرونكو كسانو لپاره وي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې ده په وائټ هاؤس كښې خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د امیګریشن معطل كولو اطلاق به په هغه كسانو نه وي كوم چې په عارضی توګه امریكې ته راځي خو 60 ورځې تيريدو نه پس به د دې جاج اخستلې شي۔ ده ووئيل دا به د امریكائي وګړو سره نا انصافی وي چې وائرس ښكار امریكائي وګړو په ځائې نوې غير ملكيانو له ملازمت وركړې شي لهذا مونږ له اول د امریكائي وګړو د نوكرو خيال ساتل دي او دې اقدام سره به لاك ډاؤن نه پس د معیشت بحالۍ او بې روزګاره امریكائي وګړو له د نوكرو وركولو له مرسته تر لاسه شي











