روس كښې د كورونا وائرس وباء به نوره هم زياتيږي، صدر ولادی میر پیوټن

ماسكو 21 اپریل (اے پی پی) د روس صدر ولادی میر پیوټن وئيلي دي هيواد كښې د كورونا وائرس وباء به نوره هم زياتيږي د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د روس صدر ولادیمیر پیوټن د صحت پوهانو او چارواكو سره په غونډه كښې ووئيل روس د كورونا وائرس په وباء قابو موندلو له اقدامات كړي خو هيواد كښې به دا وباء نوره هم خپريږي او د دې عروج …

ماسكو 21 اپریل (اے پی پی) د روس صدر ولادی میر پیوټن وئيلي دي هيواد كښې د كورونا وائرس وباء به نوره هم زياتيږي د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د روس صدر ولادیمیر پیوټن د صحت پوهانو او چارواكو سره په غونډه كښې ووئيل روس د كورونا وائرس په وباء قابو موندلو له اقدامات كړي خو هيواد كښې به دا وباء نوره هم خپريږي او د دې عروج لا پاتې دے۔ دا خبره دې ياده وي روس كښې د كورونا وائرس كیسونو شميره 47 زره 121 څخه زياته شوې دغسې د مړو شميره 405 ته رسيدلې ده