كولمبو 21 اپریل (اے پی پی) د سری لنكا الیكشن كمیشن د نهې په ورځ وئيلې دي پارلیمانی ټاكنې به په 20 جون كيږي،دا ټاكنې دې څخه وړاندې په 25 اپریل كيدلې خو د كورونا وائرس بحران په وجه د ټاكنو ځنډولو پريكړه شوې وه۔ د سری لنكا د اطلاعات محكمې يو بيان كښې وئيلي دي د الیكشن كمیشن د اړخه جاري پريكړې نه پس د ټاكنو نوې نيټې اعلان …
سری لنكا كښې پارلیمانی ټاكنې به په 20 جون كيږي
كولمبو 21 اپریل (اے پی پی) د سری لنكا الیكشن كمیشن د نهې په ورځ وئيلې دي پارلیمانی ټاكنې به په 20 جون كيږي،دا ټاكنې دې څخه وړاندې په 25 اپریل كيدلې خو د كورونا وائرس بحران په وجه د ټاكنو ځنډولو پريكړه شوې وه۔ د سری لنكا د اطلاعات محكمې يو بيان كښې وئيلي دي د الیكشن كمیشن د اړخه جاري پريكړې نه پس د ټاكنو نوې نيټې اعلان په اړه يو خاص ګزټ نوټس به جاری كولې شي۔ دې څخه وړاندې د الیكشن كمیشن مشر مهندا دیس پریا وئيلي وؤ په دې حالاتو كښې په 25 اپریل ټاكنې كول ممكن نه دي ځكه چې سركاری ملازمان په داسې حالاتو كښې كار نشي كولې











