كابل 20 اپریل (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت كپیسا كښې د وسله والو په ډزو د استخباراتي ادارې ولايتي چارواكې مړ شوے دغسې د افغان پولیس كارروائی كښې د داعش 2 كسان نيولې شوي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې ولايتي پوليس وياند عبدالشائق شورش ووئيل دا پيښه د ګل په ورځ د كپیسا ولايت سرښار مهمد رقی كښې هغه مهال رامخې ته شوې كله چې د …
د افغانستان ختيز ولايت كپیسا كښې د وسله والو په ډزو د استخباراتي ادارې چارواكې مړ ، د افغان پولیس كارروائي، د داعش 2 كسان ونيولې شول
كابل 20 اپریل (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت كپیسا كښې د وسله والو په ډزو د استخباراتي ادارې ولايتي چارواكې مړ شوے دغسې د افغان پولیس كارروائی كښې د داعش 2 كسان نيولې شوي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې ولايتي پوليس وياند عبدالشائق شورش ووئيل دا پيښه د ګل په ورځ د كپیسا ولايت سرښار مهمد رقی كښې هغه مهال رامخې ته شوې كله چې د استخباراتي ادارې عهدیدار كرنل میر افضل خپل دفتر ته روان ؤ ٬ په دغې مهال دوه وسله والو په هغه ډزې وكړې۔ د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ووئيل افغان نیشنل پولیس د خاص پولیس فورس سره تيره شپه كابل كښې په يو كور چھاپه وهلې او د داعش 2 كسان ئې نيولې دي كوم چې اړوندې محكمې ته سپارلې شوي او هغوي څخه پلټنې روانې دي











