برلن 20 اپریل (اے پی پی) د اروپائي ائتلاف د معاشیات مشر وئيلي دي د كورونا وائرس مخنيوي له به 1.5 ټريليونه يورو مرستې ته اړټيا وي۔ د اروپائي ائتلاف اكنامكس كمشنر پاولو جینټیلونی د المان میګزین ډیر اسپیګل ته ووئيل د كورونا وائرس بحران مخنيوي له به 1.5 ټریلیونه یورو ته اړتيا وي۔ د برتانيې ميډيا له مخې اكنامكس كمشنر پاولو جینټیلونی وئيلي دي دا مطلوبه فنډز د اروپائي …
اروپائي ائتلاف به د كورونا وائرس مخنيوي لپاره 1.5 ټريليونه يورو مرستې ته اړتيا لري ، پاولو جینټیلونی
برلن 20 اپریل (اے پی پی) د اروپائي ائتلاف د معاشیات مشر وئيلي دي د كورونا وائرس مخنيوي له به 1.5 ټريليونه يورو مرستې ته اړټيا وي۔ د اروپائي ائتلاف اكنامكس كمشنر پاولو جینټیلونی د المان میګزین ډیر اسپیګل ته ووئيل د كورونا وائرس بحران مخنيوي له به 1.5 ټریلیونه یورو ته اړتيا وي۔ د برتانيې ميډيا له مخې اكنامكس كمشنر پاولو جینټیلونی وئيلي دي دا مطلوبه فنډز د اروپائي ائتلاف راروان بجټ د لارې راجمع كيدې شي۔ راپور له مخې د اروپائي ائتلاف د صحت خيال او د لنډې مودې كارونو لپاره او مينځنۍ درجې كمپنیو مرستې لپاره 500 بلینه یورو څخه زياتې مرستې له تجاویز وركړي دي











