اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د چين ډاکټران او پوهانو ډله د كرونا وباء مخنيوي لپاره د پاکستان اړوندو چارواكو سره د ملاقاتونو او د بېلا بيلو سيمو دورو كولو سره د وباء مخنيوي لپاره د خپلو كاميابو تجربو د تبادلې نه پس هېواد ته ستانه شوي‘ دې ډلې د دوه اوونيو په مهال د کرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو او تخفيف لپاره په وخت او د قدر …
د چين ډاکټران او پوهان د پاكستان د دوو اوونيو دورې نه پس هېواد ته ستانه شول
اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د چين ډاکټران او پوهانو ډله د كرونا وباء مخنيوي لپاره د پاکستان اړوندو چارواكو سره د ملاقاتونو او د بېلا بيلو سيمو دورو كولو سره د وباء مخنيوي لپاره د خپلو كاميابو تجربو د تبادلې نه پس هېواد ته ستانه شوي‘ دې ډلې د دوه اوونيو په مهال د کرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو او تخفيف لپاره په وخت او د قدر وړ معاونت كړے۔ د نېشنل کمانډ اينډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي ) له مخئ چين نه يوازې په ووهان كښې د پاكستان د زده كوٶنكو خيال ساتلې بلكې په وائرس قابو موندلو لپاره ئې په بېړنۍ توګه ضروري طبي مرسته هم كړې ۔ د چين د پوهانو او ډاكټرانو يوې ډلې چين كښې په دې وروستيو كښې د كرونا وائرس لپاره خپلې تجربې پاكستان سره شېئر كړې۔ دې ډلې په اسلام آباد ،پېنډي، کراچۍ او لاهور كښئ ډاكټرانو او د حكومت او صحت چاوراكو او عهديدارو سره ملاقاتونه كړي٬ چين په دې سخت وخت كښ پاکستان ته هر ډول مهم طبي سامان وركړے چې پكښې 529924 اېن-95 ماسك ، 33744 حفاظتي سوټ ، 10زره کټس ، 1558379 ميډيکل ماسك ، 36 وينټيليټر ، 180 تھرماميټر، 100 تھرمل اسکينرز ، 24900 دستانې ، 59376 ګوګلز ، 10000 ليټر سينياءټرز او 1442 کلو حفاظتي سامان جوړونكي څېزونه شامل دي۔ چين ګلګت بلتستان لپاره د خنجراب دلارې د مرستې سامان رالېږلې چې پكښې 5 وينټيليټر ، 200000 فيس ماسك ، 2000 اين 95 ماسك ، 2000 ټيسټنګ کټس ، 2000 حفاظتي سوټ شامل وو۔











