لندن 16 اپرېل (اے پي پي) په دوېم لوي جنګ كښئ وظيفه ترسره كوٶنكې برطانيه كښې يو كم سل كاله عمر لرونكې ريټائرډ پوځي په پېدل ګرځېدو د كرونا نه بچ كېدو لپاره يو كروړ پاٶنډ چنده راغونډه كړې ۔ د ځائي ميډيا راپور له مخې 99 كلن ريټائرډ کيپټن ټام مور تېره اوونۍ د كرونا وائرس په ضد په هېواد كښې پېدل مزل شروع كړے ٶ او په دې …
برطانيه كښې يو كم سل كلنه ريټائرډ پوځي په پېدل ګرځېدو د كرونا نه بچ كېدو لپاره يو كروړ پاٶنډ راغونډ كړل
لندن 16 اپرېل (اے پي پي) په دوېم لوي جنګ كښئ وظيفه ترسره كوٶنكې برطانيه كښې يو كم سل كاله عمر لرونكې ريټائرډ پوځي په پېدل ګرځېدو د كرونا نه بچ كېدو لپاره يو كروړ پاٶنډ چنده راغونډه كړې ۔ د ځائي ميډيا راپور له مخې 99 كلن ريټائرډ کيپټن ټام مور تېره اوونۍ د كرونا وائرس په ضد په هېواد كښې پېدل مزل شروع كړے ٶ او په دې موقع ههه يو كروړ پاٶنډ نه زياته چنده راغونډه كړې ۔ د برتانيې د قامي صحت ادارې لپاره د چندې په دې كمپائن كښې هغه د خپلې لور په مرسته د مزل پېل كړے ٶ او دا اراده ئې كړې وه چې زه به د اپرېل په 30 نيټه تر خپلې سل كلنې سالګرې لمانځلو مزل دوامداره ساتم۔ د ټام مور دا خيال ٶ چې د برتانيې نېشنل هېلت سروس ته به زيات نه زيات زر پاٶنډ عطيه كړې شي خو په څو ورځو كښې دا يو كروړ پاٶنډ ته رسېدلي۔ د يادونې وړ ده په برتانيه كښې د كرونا ځپليو شمېره 98 زره 476 ده او دولس زره 868 كسان مړه شوي دي۔











