هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 12 زره څخه زياته شوه ، 414 كسان مړه

نوې ډيلې 16 اپریل (اے پی پی) هند كښې كورونا وائرس 32 ریاستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې تندۍ سره خپريږي، په هيواد كښې د كورونا وائرس 941 نوې كيسونه رامخې ته شوي چې ورسره په مجموعي توګه د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 12 زره څخه زياته شوې، په دې مهال د كورونا وائرس له امله نور 37 كسان مړه شوي او …

نوې ډيلې 16 اپریل (اے پی پی) هند كښې كورونا وائرس 32 ریاستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې تندۍ سره خپريږي، په هيواد كښې د كورونا وائرس 941 نوې كيسونه رامخې ته شوي چې ورسره په مجموعي توګه د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 12 زره څخه زياته شوې، په دې مهال د كورونا وائرس له امله نور 37 كسان مړه شوي او دې سره د مړو مجموعي شميره 414 ته رسيدلې ده۔ د زيارت په ورځ د هند ميډيا له مخې د هيواد په بيلو ریاستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 12380 كیسونه تصدیق شوي چې پكښې 76 غیر ملكی رنځوران شامل دي۔ چارواكو له مخې تر اوسه د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو كښې 1489 ښه شوي هم دي۔ د هند د روغتيا وزارت د اړخه جاري شميرې له مخې د كورونا وائرس كیسونه د هيواد په 32 ریاستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې خپريږي