نیویارك/ /پیرس 16 اپریل (اے پی پی) په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 20 لكه څخه زياته شوې دغسې د وائرس له امله د مړو شميره 134,616 ته رسيدلې ده۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې تر ټولو زيات كسان په امريكا كښې مړه شوي۔ كورونا وائرس له امله په اټاليا كښې 21645 او سپین كښې 18812 كسان مړه …
ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 20 لكه څخه زياته شوه
نیویارك/ /پیرس 16 اپریل (اے پی پی) په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 20 لكه څخه زياته شوې دغسې د وائرس له امله د مړو شميره 134,616 ته رسيدلې ده۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې تر ټولو زيات كسان په امريكا كښې مړه شوي۔ كورونا وائرس له امله په اټاليا كښې 21645 او سپین كښې 18812 كسان مړه شوي۔ د كورونا له امله په امریكا كښې تر اوسه 28529 مړه شوي۔ جانز هاپكنز پوهنتون جاری كړې شميرې له مخې برتانیه كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 12868 څخه زياته شوې ۔ فرانس كښې د وائرس له امله د مړو شميره 17167 ته رسيدلې د غسې چین كښې د وائرس له امله تر اوسه 3342 كسان مړه شوي۔ بلخوا د كورونا وائرس له امله په ايران كښې تر 4777 كسان او هند كښې د وائرس له امله 422 كسان مړه شوي۔ د اطلاعات له مخې ټوله نړۍ كښې كورونا وائرس اوس هم تندۍ سره خپريږي، نړۍ كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپلې شوو كسانو شميره 20 لكه څخه زياته شوې دغسې تر اوسه د دې وائرس له امله 134,616 كسان مړه شوي۔ كورونا وائرس له امله امريكا تر ټولو زيات ځپلې شوې چرته چې د مصدقه ځپليو شميره 644089 ته رسيدلې دغسې په ټوله نړۍ كښې د دې وائرس له امله 510,350 رنځوران ښه شوي هم دي











