تهران 15 اپریل (اے پی پی) ایران كښې کورونا وائرس له امله په دويمه ورځ هم پرله پسې د 100 څخه لږ كسان مړه شوي، د تيرو 24 ساعتو په مهال نور 94 كسان مړه شوي۔ميډيا له مخې د روغتيا وزارت وياند کائنوش جهانپور ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو او د مړو شميره كښې كمې زمونږ لپاره د ډاډ وړ خبره ده او مونږ ته ښكاري چې …
ایران كښې د کورونا وائرس له امله پرله پسې په دويمه ورځ هم د 100 نه لږ كسان مړه شوي
تهران 15 اپریل (اے پی پی) ایران كښې کورونا وائرس له امله په دويمه ورځ هم پرله پسې د 100 څخه لږ كسان مړه شوي، د تيرو 24 ساعتو په مهال نور 94 كسان مړه شوي۔ميډيا له مخې د روغتيا وزارت وياند کائنوش جهانپور ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو او د مړو شميره كښې كمې زمونږ لپاره د ډاډ وړ خبره ده او مونږ ته ښكاري چې په دې وباﺀ به زر تر زره قابو اوموندلې شي ٬ خو دې مشن پوره كولو لپاره به اولس له په بشپړه ډول د حكومت ملګرتيا كول وي۔ ده ووئيل بايد اولس په حفاظتی اقدامات سختۍ سره عمل وكړي او غیرضروری مزل كولو څخه ډډه وكړي۔ده ووئيل د نورو 94 كسانو مرګ سره په هيواد كښې د مړو مجموعي شميره 4777 دغسې 1512 نوي كيسونه راپور شوي ٬ دې نه پس د ځپليو شميره 76389 ته رسيدلې او نزدې 50 زره كسان ښه شوي كوم چې خپلو كورونو ته ليږلې شوي دي











