برسلز 15 اپرېل (اے پي پي) د يورپين كمېشن صدر ارسلا وون ډیر لیین د كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره د واكسين جورولو او په نړيواله كچه وېشلو لپاره د عطيات جمع كولو په غرض د مئي په څلورمه نيټه ډونر کنفرنس رابللے دے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخئ د كمېسون مشر د ويډیو لنك د لارې د كنفرنس په مهال ووئيل د كرونا وائرس مخنيوي لپاره …
د يورپين كمېشن د كرونا وائرس واكسين جوړولو په اړه ډونر كنفرنس په څلورم مئي كېږي
برسلز 15 اپرېل (اے پي پي) د يورپين كمېشن صدر ارسلا وون ډیر لیین د كرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره د واكسين جورولو او په نړيواله كچه وېشلو لپاره د عطيات جمع كولو په غرض د مئي په څلورمه نيټه ډونر کنفرنس رابللے دے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخئ د كمېسون مشر د ويډیو لنك د لارې د كنفرنس په مهال ووئيل د كرونا وائرس مخنيوي لپاره د واکسین جوړولو هڅه زمونږ اجتماعي ده او دې نړيوال اقدام لپاره فنډز ته اړتيا ده كوم لپاره چې به ډونر كنفرنس د مئي په څلورمه نيټه كېږي۔ ده ووئيل په آن لائن كنفرنس كښې به د صحت د نړيوالې ادارې نزدې همكارۍ راسره وي او دې لپاره به د بل ګېټس فاٶنډېشن خدمات هم ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل هيله لرو چې د ګردې نړۍ تنطيمونه به په دې كنفرنس كښې شامل شي او فنډز جمع كولو له به مرسته وكړي











