دبئي 15 اپرېل (اے پي پي) د دبئي د صحت چارواكو د كرونا وائرس ځپليو د معائنې په وخت د سمارټ هېلمټ كارول پېل كړي۔ د طبي ادارې چارواكو له مخې د طبي مرستې په مهال د روغتيا ادارې اهلكار د رنځورانو د كتلو په مهال سمارټ هېلمنټ كاروي كوم چې د مصنوعي ذهانت ټيکنالوجي لري٬ څنګه چې د روغتيا اههلكار يو رنځور ته اوګوري نو دا سمارټ هېلمټ د …
دبئي كښې د کرونا وائرس ځپليو د معائنې په وخت د سمارټ هېلمټ كارول پېل شول
دبئي 15 اپرېل (اے پي پي) د دبئي د صحت چارواكو د كرونا وائرس ځپليو د معائنې په وخت د سمارټ هېلمټ كارول پېل كړي۔ د طبي ادارې چارواكو له مخې د طبي مرستې په مهال د روغتيا ادارې اهلكار د رنځورانو د كتلو په مهال سمارټ هېلمنټ كاروي كوم چې د مصنوعي ذهانت ټيکنالوجي لري٬ څنګه چې د روغتيا اههلكار يو رنځور ته اوګوري نو دا سمارټ هېلمټ د ھغه درجه حرارت چېك كوي۔ د صحت ادارې چارواكو وېنا ده دې هېلمټ سره به اهلكار د كرونا وائرس څخه د ځپلې كېدو نه تحفظ ترلاسه كړې شي ۔ د يادونې وړ ده په يو اے اي كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره 4521 ته رسېدلې او څلور كسان مړه او 852 صحت مند شوي دي۔











