لندن/نيويارك/ مېډرډ 14 اپرېل (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شمېره د يو لك شل زره نه اوړېدلې ده او دغسې د وائرس له امله په ګرده نړۍ كښې د تصديق شوو ځپلو شمېره د اتلس لكه اتيا زره نه اغوښتې ده۔ د نهې په ورځ د برتانيې د خپرونو ادارې راپور له مخې تر اوسه په امريكا كښې د 23 زره 644 …
ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شمېره د يو لك شل زره نه واوړېده
لندن/نيويارك/ مېډرډ 14 اپرېل (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شمېره د يو لك شل زره نه اوړېدلې ده او دغسې د وائرس له امله په ګرده نړۍ كښې د تصديق شوو ځپلو شمېره د اتلس لكه اتيا زره نه اغوښتې ده۔ د نهې په ورځ د برتانيې د خپرونو ادارې راپور له مخې تر اوسه په امريكا كښې د 23 زره 644 كسان مړه شوي٬ دغسې سپېن كښئ 17,756 او برتانيه كښې 11329 كسان د دې وباء له امله مړه شوي٬ فرانس كښې هم د وائرس له مخې د مړو شمېره 14,967 ته رسېدلې ۔ راپور له مخې امريكائي چارواكو وئيلي دي د وائرس له مخې په هېواد كښې 5 لكه 57 زره 663 تصديق شوې رنځوران موجود دي دغسې يو لك 69 زره 496 رنځورانو سره سپېن په دوېم لمبر دے۔ راپور له مخې په اټاليه كښې د تصديق شوو رنځورانو شمېره يو لك 56 زره نه زياته ده دغسې فرانس كښې د وائرس له امله د رنځورانو شمېره 133,672 ته رسېدلې ۔ راپور له مخې د وائرس له امله په المان كښې د رنځورانو شمېره 127,854 ته رسېدلې ده او هلته 3194 كسان مړه شوې دي٬ برتانيه كښې د ځپليو شمېره 85,212 ده او 11329 كسان مړه شوې دي٬ چين كښې د ځپليو شمېره 83,213 او 3,345 كسان مړه شوې دي٬ په ايران كښې د ځپليو شمېره 73,303 او د مړو كسانو شمېره 4,585 ته رسېدلې ۔د راپور له مخې په تركيه كښې د ځپليو كسانو شمېره 56,956 او د مړو شمېره 1296 ته رسېدلې ده۔












