واشنګټن 14 اپریل (اے پی پی) د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ طبی آلات او د سامان كمی لپاره د ریاستونو ګورنران ذمه وار ګرځولي او د وائرس ختمولو لپاره ئې د خپلې تګلارې دفاع كړې ۔ صدر ډونلډ ټرمپ په وائټ هاوَس كښې د بریفنګ په مهال ووئيل انتظامیه د اقتصادی هلو ځلو د بحالۍ منصوبه جوړوي ځكه چې كورونا وائرس له امله د مرګونو شميره اوس كمه شوې ۔ …
كورونا وائرس ، امریكائي صدر د خپلو اقداماتو دفاع وكړه
واشنګټن 14 اپریل (اے پی پی) د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ طبی آلات او د سامان كمی لپاره د ریاستونو ګورنران ذمه وار ګرځولي او د وائرس ختمولو لپاره ئې د خپلې تګلارې دفاع كړې ۔ صدر ډونلډ ټرمپ په وائټ هاوَس كښې د بریفنګ په مهال ووئيل انتظامیه د اقتصادی هلو ځلو د بحالۍ منصوبه جوړوي ځكه چې كورونا وائرس له امله د مرګونو شميره اوس كمه شوې ۔ ټرمپ داسې ډنډورې هم رد كړې چې د يو ډاكټر انتھونی فاوسی خپلې چوكۍ څخه د اخوا كولو اراده لري۔ امریكا كښې د كووډ انیس رنځورانو مصدقه شميره 5 لكه 82 زره څخه زياته شوې دغسې 23 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔












