دبئي 10اپرېل (اے پي پي) دبئۍ كښې د کرفيو په خلاف ورزۍ او د حكومت په اقداماتو پسې د خندا كوٶنكو كوائف په ميډيا د جاري كولو پرېكړه شوې۔ د پوليس لخوا اعلان شوې كوم كسان چې په هېواد كښې د كرونا وائرس وباء له امله د نافذ كړې كرفيو يا په حكومتي اقداماتو پسې خندا كوي او يا د امنيتي اهلكارو سپكاوې كوي نو د ھغوي عكسونه او نور …
دبئۍ، د کرفيو په خلاف ورزۍ او په حكومتې اقداماتو پسې د خندا كوٶنكو كوائف په ميډيا د جاري كولو پرېكړه
دبئي 10اپرېل (اے پي پي) دبئۍ كښې د کرفيو په خلاف ورزۍ او د حكومت په اقداماتو پسې د خندا كوٶنكو كوائف په ميډيا د جاري كولو پرېكړه شوې۔ د پوليس لخوا اعلان شوې كوم كسان چې په هېواد كښې د كرونا وائرس وباء له امله د نافذ كړې كرفيو يا په حكومتي اقداماتو پسې خندا كوي او يا د امنيتي اهلكارو سپكاوې كوي نو د ھغوي عكسونه او نور كوائف به په ميډيا جاري كولې شي دغسې چې دې كسانو ته د دوي په غېر ذمه واره حركتونو شرم ورشي۔ د ميديا راپور له مخې د دوبئۍ پوليس د سائبر كرائم څانګې اعلٰې چارواكي کرنل سعيد الهجيري وئيلي دي په دې وروستيو كښې يو اسيائي ځوان نيولې شوې چا چې په انسټا ګرام يو اېډېټ شوې ويډيو پوسټ كړې وه، په دې وېډيو كښې دې ځوان په پوليس اهلكارو پورې طنز كړې ۔ ده ووئيل ځوان قانوني كاروائۍ لپاره اړوندو چارواكو ته سپارلې شوې ٬دا كس د کرفيو د خلاف ورزۍ په امنيتي اهلكارو پسې د ټوقو كولو د قوانين د خلاف ورزۍ مرتكب ګرځېدلې ۔ د دبئۍ پوليس له مخې په روانه اوونۍ كښئ د ھغه ټولو اماراتي او غېر ملكيانو په ضد كرېك ډاٶن پېل كوٶ چا چې په حكومتي كمپائن پسې خندا كړې وه او د دغه غېر ذمه وارو كسانو نومونه ٬ عكسونه او نورو تفصيلات به په ميديا جاري كولې شي او د دې نه علاوه به دوي د دبئۍ پوليس په سوشل ميډيا چېنلز هم څرګندولې شي۔












