د عراق اولس مشر برهام صالح د انټېلي جنس مشر مصطفي الخادمي وزيراعظم ونومولو

بغداد 10اپرېل (اے پي پي) د عراق اولس مشر برهام صالح د انټېلي جنس مشر مصطفي الخادمي وزيراعظم نومولې دے۔ د مصطفي الخادمي د وزيراعظم په توګه نومېدل د اوسني وزيراعظم عدنان الظرفي د نوي عبوري حكومت په جوړولو كښې د ناكامۍ نه پس اقدام دے۔ د برتانيې د خبري اژانس له مخې د عراق سركاري ټي وي په اړه ووئيل وزيراعظم عدنان الظرفي د زيارت په ورځ خپل بيان …

بغداد 10اپرېل (اے پي پي) د عراق اولس مشر برهام صالح د انټېلي جنس مشر مصطفي الخادمي وزيراعظم نومولې دے۔ د مصطفي الخادمي د وزيراعظم په توګه نومېدل د اوسني وزيراعظم عدنان الظرفي د نوي عبوري حكومت په جوړولو كښې د ناكامۍ نه پس اقدام دے۔ د برتانيې د خبري اژانس له مخې د عراق سركاري ټي وي په اړه ووئيل وزيراعظم عدنان الظرفي د زيارت په ورځ خپل بيان كښې وئيلي دي زه به د نوي حكومت جوړولو په عمل كښې نه شاملېږم او دې لپاره ما دا پرېكړه كړې۔ ده ووئيل زه به د وخت نه وړاندې د انتخاباتو تيارۍ او د عراق بيا رغونې لپاره د اقتصادي بنيادونو په جورولو او د قامي منصوبو بشپړولو لپاره كار دوامداره ساتم۔