د برتانيې حکومت د كرونا نړيوالې وباء مخنيوي لپاره چمتوالې نه ؤ نيولې ، د ايوارډ يافته خبريال جان پلچر الزام

لندن 09 اپرېل (اے پي پي) ايوارډ يافته خبريال جان پلجرد برتانيې په حكومت تور لګولې چې د برتانيې حکومت قصداً د كرونا نړيوالې وباء مخنيوي لپاره چمتوالې نه ؤ نېولې او په دې لړ كښې ئې مجرمانه بې غوري كړې۔ د روسيې ميډيا له مخې جان پلجر وئيلي دي د برتانيې د صحت ادارې (اي اېچ اېس) څلور كاله وړاندې په كال 2016 كښې لندن كښې د فرضي وباء …

لندن 09 اپرېل (اے پي پي) ايوارډ يافته خبريال جان پلجرد برتانيې په حكومت تور لګولې چې د برتانيې حکومت قصداً د كرونا نړيوالې وباء مخنيوي لپاره چمتوالې نه ؤ نېولې او په دې لړ كښې ئې مجرمانه بې غوري كړې۔ د روسيې ميډيا له مخې جان پلجر وئيلي دي د برتانيې د صحت ادارې (اي اېچ اېس) څلور كاله وړاندې په كال 2016 كښې لندن كښې د فرضي وباء مخنيوي لپاره مشق كړې ٶ او په دې مهال دا انكشاف شوے ٶ چې د صحت څانګه د يوې نړيوالې وباء د مخنيوي صلاحيت نه لري خو د “سِګنس” په نامه مرتب كړې دا راپور پټ كړې شو كوم چې د يو جرم ارتكاب دے۔ د دې مشق په راپور كښې دا واضح كړې شوې وه چې د هرې وباء په صورت د صحت څانګې سره په روغتونونو كښې كټونه او وينټي ليټرز سره سره به د ډاکټرانو او نورې عملې كمې رامخې ته شي۔ راپور كښې وئيلي شوې وو د صحت فنډ كښې كمې او د دې د نجكارۍ عمل د ادارې د كار استعداد كښې ښكار كمې كړې ۔ جان پلجر وئيلې دي په كال 2012 كښې د هغه وخت حكومت لخوا د هېلت اېنډ سوشل كېئر اېكټ منظوري د صحت څانګه تباهۍ سره مخ كړې ۔ د يادونې وړ ده د امريكې په ښار سياټل كښې جوړ انسټي ټيوټ فار هيلت مېټرکس اېنډ ايوالويشن د دې انديښنې څرګندونه كړې چې برتانيه به د كرونا وائرس وباء څخه زيات ځپلې شوے د اروپاﺀ هېواد وي او په اروپاﺀ كښې به د دې وباء له امله 40 فيصده مرګونه په برتانيه كښې اوشي۔