برلن 08 اپرېل (اے پي پي) د المان عدالت د كرونا وائرس له امله د ايسټر په تهوار كليسا كښئ د اجتماعات كولو درخواست خارجولو كولو سره د بندېز په ځائ ساتلو پرېكړه كړې۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې حكومت د كرونا وائرس وباء څخه د پېدا شوي صورتحال له مخې په هر ډول اجتماعات بنديز لګولې خو د مسيحي كېتهولك مكتبه فكر يوې ډلې د ايسټر په …
المان د كرونا وائرس له امله د ايسټر په موقع د اجتماعات د بندېز پرېكړه
برلن 08 اپرېل (اے پي پي) د المان عدالت د كرونا وائرس له امله د ايسټر په تهوار كليسا كښئ د اجتماعات كولو درخواست خارجولو كولو سره د بندېز په ځائ ساتلو پرېكړه كړې۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې حكومت د كرونا وائرس وباء څخه د پېدا شوي صورتحال له مخې په هر ډول اجتماعات بنديز لګولې خو د مسيحي كېتهولك مكتبه فكر يوې ډلې د ايسټر په موقع په كليسا كښې د اجتماعات كولو لپاره عدالت ته مراجعه كړې وه ۔ د برلن او هېس عدالتونو دغه درخواستونه رد كړي۔ د عدالتي پرېكړې نه پس د كېتهولك او پروټېسټنټ مكتبه فكر روښاني لارښودو يو ځل بيا وګړو ته غږ كړې چې د وباء له مخې د مارچ په نيمائي كښې حكومت كوم بندېز لګولې ھغه به د ايسټر په موقع هم دوامدار وي او ھغوي دې د ذمه وارو وګړو په توګه د اجتماعات نه ډډه وكړي او په كورونو كښې دې پاتې شي۔










