ملګري ملتونه 08 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس د صحت په نړيواله اداره د امريكې تنقيد رد كولو سره وئيلې دي د كرونا په ضد د صحت نړيوالې ادارې خدمات د ستائنې وړ دي۔ د عمومي سېكتر وياند سټيفن دوجارك د صحت په نړيواله اداره د امريكې د تنقيد په ځواب كښې ووئيل د ډائرېكټر جنرل ټېډروس ايډهينم ګيبرېسس په مشرۍ كښئ د صحت …
د كرونا په ضد د صحت نړيوالې ادارې خدمات د ستائنې وړ دي، د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر امريكې له كلك ځواب
ملګري ملتونه 08 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس د صحت په نړيواله اداره د امريكې تنقيد رد كولو سره وئيلې دي د كرونا په ضد د صحت نړيوالې ادارې خدمات د ستائنې وړ دي۔ د عمومي سېكتر وياند سټيفن دوجارك د صحت په نړيواله اداره د امريكې د تنقيد په ځواب كښې ووئيل د ډائرېكټر جنرل ټېډروس ايډهينم ګيبرېسس په مشرۍ كښئ د صحت نړيوالې ادارې د كرونا وائرس مخنيوي لپاره يو شمېر طبي سامان او په نړيوال ګائيډ لائنز د تربيې وركولو د لارې مرستې لپاره ښه كار كړې او يوازې دا نه بلكې د صحت نړيوالې ادارې په جمهوريه كانګو كښې د اېبولا وائرس په ضد هم د خپلې عملې د لارې په فرنټ لائن خدمات تر سره كړي ۔ وياند ووئيل اداره د صحت د نظام مضبوطيا څرګندوي۔ د ټرمپ نزدې ملګري د ريپبليکن سناتور ګراهم لنډسے د دې عزم پخلې كړې چې د سېنېټ په راتلونكې تخصيصي بل كښې به ډبليو اېچ او لپاره مالي معاونت نه كېږي۔ د يادونې وړ ده د امريكې اولس مشر تېره ورځ خپل ټويټ كښې په ډبليو اېچ او چين لپاره د امريكې د پولو پرانستلو د ناسمې مشورې وركولو تور لګولو سره دړكه وركړې چې زه به ادارې لپاره امريكائي مرسته بنده كړم۔










