ملګري ملتونه ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كورونا وائرس وباﺀ په اړه اولنۍ غونډه د وېډيو كنفرنس د لارې سبا د زيارت په ورځ كېږي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې په دې لړ كښې يو سفارتكار د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غونډې د وېډيو لنك د لارې سبا درې بجې د كېدو تصديق كړې۔ بياهم دا په ډاګه شوې نه …
د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كورونا وائرس وباﺀ په اړه اولنۍ غونډه سبا كېږي
ملګري ملتونه ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د كورونا وائرس وباﺀ په اړه اولنۍ غونډه د وېډيو كنفرنس د لارې سبا د زيارت په ورځ كېږي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې په دې لړ كښې يو سفارتكار د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غونډې د وېډيو لنك د لارې سبا درې بجې د كېدو تصديق كړې۔ بياهم دا په ډاګه شوې نه ده چې غونډه كښې به كومه تګلاره خپلولې شي۔ آيا غړي هېوادونه به په روانه ستونزه د مرستې او يووالي څرګندونه وكړي؟۔ دا خبره دې ياده وي تېره اونۍ د ملګرو ملتونو غونډه كښې د كورونا وائرس مقابلې له د نړيوالې مرستې قرارداد منظور كړې شوې ؤ او 10 كښې غېر مستقل 9 هېوادونو په باضابطه توګه د غونډې رابللو خواست كړې ؤ











