پیرس / بیجنګ / نیویارك 06 اپریل (اے پی پی) په ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 70 زره ته رسيدلې ده ، په اټاليا كښې 15887، سپین كښې 12641 كسان د كرونا وائرس له امله مړه شوې دي،دغسې په هند كښې د مړژ شميره 118 ته رسيدلې ۔ د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې په ټوله نړۍ كښې په ځينو هيوادونو …
ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 70 زره ته ورسيده
پیرس / بیجنګ / نیویارك 06 اپریل (اے پی پی) په ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 70 زره ته رسيدلې ده ، په اټاليا كښې 15887، سپین كښې 12641 كسان د كرونا وائرس له امله مړه شوې دي،دغسې په هند كښې د مړژ شميره 118 ته رسيدلې ۔ د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې په ټوله نړۍ كښې په ځينو هيوادونو كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره وخت په وخت زياتيږي او دا وائرس په تندۍ سره خپريږي۔ په نړۍ كښې د دې وائرس له امله تر اوسه 1205091 كسان ځپلې شوي چې پكښې 264838 ښه شوي هم دي۔ كرونا وائرس له امله امریكا كښې 9618 كسان مړه شوي ۔ تر اوسه مصدقه اطلاعاتو له مخې د كرونا وائرس له امله اټاليا كښې 15887 او سپین كښې 12641 كسان مړه شوې دي۔ هند كښې د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 4 زره څخه زياته شوي دغسې 118 كسان مړه شوي۔ د اروپاﺀ هيواد فرانس كښې د دې وائرس له امله د مړو شميره 8078 ته رسيدلې ۔ فرانس كرونا وائرس له امله زيات ځپلې شوو هيوادونو كښې شامل دے۔ برتانيه كښې تر اوسه 4934 كسان مړه شوي ۔ يو راپور له مخې په ټوله نړۍ كښې د مصدقه ځپلې شوو كسانو شميره 12 لكه 74 زره څخه زياته شوي۔ تيره ورح امریكا كښې په يوه ورځ كښې تر ټولو زيات 1169 كسان مړه شوي كوم چې يو ريكارډ دے۔ د امریكې انتظامیې كرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره هيواد كښې د وړاندې څخه د بيړني اقدامات اطلاق تر 30 اپریل پراخه كړې۔داسې اندېښنه څرګنده شوې چې په راروانو دوو اوونو كښې به په امريكا كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره نوره هم زياته شي











