برټش ائر ویز 2800 ملازمان په عارضی توګه فارغ كړل

لندن 03 اپریل (اے پی پی) د برتانيې فضائی كمپنۍ برټش ائر ویز خپل 2800 ملازمان په عارضی توګه د نوكرو څخه فارغ كړي۔ په عارضی توګه د نوكرو څخه معطل كړې شوي د برټش ائرویز ملازمانو دا شميره د فضائی كمپنۍ ورك فورس 60 فیصده ده۔ برټش ائر ویز ټریډ یونین یونائیټ څخه جارې شوي بیان له مخې دادارې دا پريكړه د كرونا وائرس وباء په وجه فضائی سیكټر مفلوج كيدو له امله كړې او دغې ملازمانو له به د حكومت د اړخه سپورټ پروګرام څخه استفاده كولو سره د هغوي د 80 فیصده تنخا ضمانت هم وركولې شي