ماسكو 03 اپریل (اے پی پی) د روس اولس مشر ولادیمیر پیوټن په هيواد كښې د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره د كار نه كولو موده كښې تر 30 اپريل پراختيا كړې ده۔ ده په قامی ټی وی خطاب كولو كښې ووئيل مونږ د كار نه كولو ورځو په موده كښې تر 30 اپرېل پراختيا كړې خو دې سره به د روس وګړو له مياشتنيزه تنخا په كور وركولې شي۔ د روس اولس مشر دې څخه وړاندې يوه اوونۍ د كار نه كولو اعلان كړې ؤ۔ په روس كښې د كرونا وائرس تر اوسه 3548 كيسونه درج شوې او په دې كښې 30 كسان تر اوسه مړه شوي۔ده ووئيل خطر اوس هم شته دا مهال زمونږ د هيواد پشمول نړۍ له د دې وباﺀ پھ ضد كار كولو ته اړټيا ده۔ په ټول روس كښې سخت لاك ډاؤن روان دے