د جی 20 د تجارت وزيرانو آن لائن غونډه

ریاض 03 اپریل (اے پی پی) جی 20 كښې د شاملو هيوادونو د تجارت وزيرانو او سرمایه كارۍ د بيړي وډیو غونډه وشوه۔ د سعودی د تجارت وزیر ډاكټر ماجد القصبی د غونډې مشري كوله۔ د جی 20 د تجارت وزيرانو د غونډې په هدایت عمل كولو سره په نړيوال تجارت او سرمایه كاري د كرونا وائرس وباﺀ اثراتو يو ځل بيا جاج واخست ۔ د تجارت وزيرانو ټولې نړۍ ته په پيښ بحران رڼا واچوله ۔ دوي پام راوګرځولو چې نړۍ دا مهال كومو حلاتو سره مخ ده د هغې مثال د 2008 نه پس نه ترلاسه كيږي۔ د جی 20 د تجارت وزيرانو زور راوړو چې نړيوال صحت، معیشت، تجارت او په سرمایه كارۍ پريوتونكې د كرونا اثرات كمولو له به لا مرسته كولې شي او دې لپاره يووالي ته اړتيا ده