ایران كښې د 24 ساعتو په مهال 138 كسان نور مړه شول ٬ د مړو مجموعي شمېره 3 زره څخه زياته شوه

تهران ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) ایران كښې د كورونا وائراس د لاسه په تېرو 24 ساعتو كښې نور 138 كسان مړه شوي دي چې ورسره ايران كښې په مجموعي توګه تر دې دمه د مړو شمېره 3 زره څخه زياته شوې ۔ د ابلاغ ذريعو له مخې د ايران د روغتيا وزارت وياند کائینوش جهانپور وئيلي دي په يوه ورځ كښې نور 138 كسان مړه شوي چې ورسره هېواد كښې د مړو شمېره 3036 ته رسېدلې ۔ دغسې 2987 نوې كېسونه رامخې ته كېدو سره هېواد كښې د رنځورانو شمېره 47593 شوې ۔ ده ووئيل ښه خبره دا ده چې تر دې دمه دې رنځ څخه هېواد كښې 15473 كسان روغ شوې هم دي